|
<سرپاڼه
اژدهاى خودي ، ځانځاني ښامار او ایګومانستر اژدهاى خودي ، ځانځاني ښامار او (ego monster) استاد نجیب منلی د پوهاند مجروح اثر اژدهاى خودي په ١٣٥٢ کال کې په کابل کې چاپ شو او ورپسې په ډېره کمه موده کې بيا په وږمه مجله کې يې ټوټې ټوټې پښتو متن خپور شو او څو کاله وروسته په فرانسه کې همدغه اثر په فرانسوي ژبه چاپ او خپور شو. زه د اژدهاى خودي سره تقريباً له ٣٥ کالو راهيسې اشنايي لرم او زما دپاره همېشه يو سوال موجود و هغه دا چې تر کومه ځايه چې زه د ترجمې په فن پوهېږم دغه پښتو اثر د دري ترجمه نه ده او فرانسوي نه د پښتو او نه د فارسي ترجمه ده. ډېر زيات فرقونه سره لري. په دې باندې ما ډېر چورت وواهه او بالاخره دې نتيجې ته ورسېدلم چې دا يو اثر نه دى. درې اثره دي. درې بېل بېل کتابونه دي چې په يوه موضوع ليکل شوي دي. د يوه موجود درې بېل عکسونه دي چې د درې بېلابېلو زاويو نه اخيستل شوي دي. د اژدهاى خودي اول چاپ په دري ژبه و. دا د پوهاند مجروح يعنې د افغانستان د يو ستر علمي مرکز چې په هغه وخت کې په آسيا کې ستر علمي مرکز و د استاد يو اثر و . په دې اثر کې هغه غوښتل چې د سنايي ، مولانا او قبال او تر يوه حده د عطار د خودۍ پيغام خپلو شاګردانو ته وروپېژني. خودي يو ډېر پېچلى مفهوم دى. په دري ادبياتو کې او په اسلامي تصوف کې خودي تر ډېره حده متضاد مفاهيم لري. منصور چې د خودۍ خبره کوي وايي : (( اناالحق )) ، سنايي بيا خودي ((ځان غوښتنې او خود پرستۍ)) ته وايي ، مولانا چې د خودۍ خبره کوي وايي : (( آنچه اندر وهم نايد آن شوم. )) ، اقبال چې د خودۍ خبره کوي ((د جوانان عجم د پاره د آزادۍ پيغام)) لري. دغه ټولې خودۍ سره بېلې دي مګر ټول د خودۍ په يوه کلمه افاده کېږي. پوهاند مجروح افغان دى ، سنايي پېژني ، مولانا پېژني ، اقبال سره آشنا دى ، خوشحال سره يې لوبې کړې دي ، مګر غرب ته هم تللى ، سارتر يې هم لوستى ، افلاتون هم پېژني د افلاتون سمڅې ته هم ورننوتى دى. نو هغه چې غواړي چې خپلو شاګردانو ته دغه مفهوم ، دغه پېچلى مفهوم په يو وار وراوروي د دې د پاره ډېر سليس ، روان او فصيح دري نثر کاروي او په دغه اثر کې د خودۍ بېل بېل اړخونه څېړي. په هغه وخت کې په افغانستان کې سور ښامار لا نه و راغلى ، په افغانستان کې اور نه و بل شوى. هغه وخت افغانان د فکر کولو وخت درلود نو د اژدهاى خودي اول دوه څرخونه د انسانيت په باره کې فکر دى. انسانيت څېړي. وروسته بيا استاد مجروح د اژدهاى خودي يوه بله بڼه د ځانځانۍ ښامار وړاندې کوي. دلته له بلې زاويې ورته کتل شوي دي. اول د ځانځانۍ ښامار ژبه بدله ده. د ځانځانۍ ښامار فلسفي ژبه نه ده. دلته فيلسوف نه غږېږي ، دلته شاعر غږېږي. او ويلي يې دي چې : (( الشعرا تلاميذ الرحمن )) نو تر دې حده يې ځان په تلاميذ الرحمن کې راوستى دى چې د ځانځانۍ ښامار غونډ يو فصل د سورة الرحمن په وزن باندې ليکل شوى دى. دلته مجروح هماغه مفهوم ، هماغه د خودۍ مفهوم د قبيلوي جامعې د اړخه څېړي. خودۍ ته نه ګوري ځانځانۍ ته ګوري ، تفرقې ته ګوري يعنې د يو انسان د شخصيت جوړېدل دلته مطرح نه دي. دلته د يو انسان د جوړ شخصيت ورانېدل مطرح دي. دلته د انسانو د پاره او خصوصاً په قبيلوي ټولنه کې د انسان فردي مسوليت مساله مطرح ده. په متمدنه ټولنه کې انسان فردي مسوليت لري. په قبيلوي ټولنه کې انسان دسته جمعي مسوليت لري. جزا فردي ده مګر مسوليت دسته جمعي دى. نو دلته د ځانځانۍ خبره رامنځ ته کېږي. هر څوک خپلې خواته ځي هر څوک په بېله لار ځي. لارې سره بېلېږي. او هماغه د خودۍ احساس چې په دري کې اژدها شوى و او ښار يې خوړ، په پښتو کې ښامار ترې نه جوړېږي بيا هم ښار خوري مګر په بل ډول يې خوري. د فرانسوي ego monstre بيا يو بل رنګ لري. هلته مجروح د هغه چا سره خبرې کوي چې سارتر او افلاتون يې خپل دي. په متن کې يې لوستي دي. د نژدې نه يې پېژني، مګر سنايي سره آشنايي نه لري ، مولانا نه پېژني ، خوشحال سره آشنا نه دي. د هغوى د پاره په بله ژبه خبرې کول پکار دي. د منطق په ژبه ورته خبرې کول پکار دي ، د استدلال په ژبه ورته خبرې کول پکار دي. دلته شايد يو بل مشکل هم پيدا شي او هغه دا چې که ژبې ته وګورې د دري په ډېر ساده ، روان ، فصيح او سليس دري نثر ليکل شوى و. پښتو اثر چون د مجروح احساسات پکې د مجروح تر فلسفې غالب دي د کونړ په پښتو ليکل شوى دى، تر يوه حده نامعياري پښتو ده. په ټول کتاب کې ((سره)) (( سه )) لوستل کېږي ، ځکه چې هلته مجروح خپل ځان ښکاره کوي. هغه څه چې د ده په تل کې دي هغه ښکاره کوي او د بېلګې په توګه د ځانځانۍ ښامار په پيل کې د يوې درې خبرې کېږي چې هغې درې کې ځوانان او پېغلې سره يو ځاى ژوند کوي او د سيند په غاړه سره لوبېږي. په نا آشنا سندرو کې د کونړ سيند ته وايي : ستا ساحل کې کړې ما ډېرې خاپوړې همدغه تصوير چې دى د کونړ سيند ته يې وايي د ځانځانۍ ښامار کې هم همدغه تصوير شته. يعنې کله چې دى ځانځانۍ ښامار ليکي ،دى هماغه ماشوم دى چې په کونړ کې د سيند په غاړه کې لوبې کوي. په فرانسوي باندې چې ليکل کوي، مجروح په فرانسوي باندې حاکم دى ، مشکل پکې نه لري، مګر خپل کتاب پخپله نه ژباړي. بل چا ته وايي چې ويې ژباړي.دا هم علت لري. زما په نظر علت يې دا نه دى چې دى پخپله فرانسوي شک لري. علت يې دا دى چې دى غواړي چې هغه څوک چې دى ورته خبرې کوي د ده په خبره پوه شي او د دې د پاره بهترينه د اطمينان د حاصلولو وسيله دا ده چې هغه څوک يې چې ليکي هغه پخپله ښکاره کړي چې پوه شوى دى پرې. نو مجروح د ځانځانۍ ښامار يا اژدهاى خودي په کابل کېاو ته لولي ، پخپله يې ورته ترجمه کوي مګر بيا هغوى ته کامله آزادي ورکوي چې په فرانسوي يې هغوى وليکي. نو په حقيقت کې موږ د درې کتابونو په مخ کې يو . درې بېل کتابونه چې درې بېل اړخونه يې پکې څېړلي دي. ما خو د خودۍ په موضوع باندې خبرې وکړلې. په دري کې مې په خودۍ خبرې وکړلې او د پښتو په ځانځانۍ مې خبرې وکړلې . په فرانسوي کې د ځانځانۍ ښامار ايګو مونست ( ego monster) راځي. دلته د ايګو مساله مطرح کېږي. ايګو په لاتيني کې (( زه )) يعنې بيا هماغه د عنانيت مساله ده. مګر ايګو په غربي فلسفه کې او په غربي سايکولوژۍ کې په غربي ارواپوهنه کې ډېر تحول کړى دى. د انسان د شخصيت د رشد يوه مرحله ده. دغه مرحله زموږ د خودۍ سره ډېر فرق لري. نو ځکه په ايګو مونست کې هغه څه نشته چې زموږ په ځانځانۍ ښامار کې دي يا اژدهاى خودي کې دي. يو بل ټکى چې په درې واړو آثارو کې بېل دي هغه د لاروي ټکى دى. په دري کې (( رهگذر)) دى. که د رهگذر کلمې ته وګورو يوه لاره ګورو او يو انسان ګورو چې د يوه ټکي نه بل ټکي ته ځي. دلته د يوې مرحلې نه بلې مرحلې ته د ګذار مساله مطرح ده. انتقال مطرح دى ، تکامل مطرح دى ، پرمختګ مطرح دى. پښتو کې چې خبرې کوي لاروى يادوي. لاروى د لارې سره تړلى دى. هغه د لارې سره يو دى. په لاره ځي مګر د لارې نه بېل نه دى. کله چې موږ لاروى ګورو هم لار ګورو هم لاروى ګورو. رهګذر کې د حرکت ټکى ګورو ، درسېدلو ټکى ګورو او په منځ کې يو څوک ګورو چې حرکت کوي مګر کله چې لاروى ګورو پخپله دا د حرکت جريان تر آخره پورې تعقيبوو. په فرانسوي کې بيا دا په (voyageur) ترجمه کېږي. voyageur يعنې مسافر يو څوک چې سفر کوي هغه يوازې د دې دپاره سفر نه کوي چې له يوه ځاى نه بل ځاى ته لاړ شي. د دې لپاره هم سفر کوي چې يو څه وګوري ، چې يو څه زده کړي. هر څه ته د شک په سترګه ګوري ، هر څه ته د تعجب په سترګه ګوري. نو دلته بيا هم درې بېل ديدونه رامنځ ته کېږي. او دريمه خبره چې زه غواړم خپله خبره هم پرې ختمه کړم او خپله مدعا ثابته کړم چې دا درې بېل کتابونه دي ډېره ساده کلمه ده : (( رهگذر نيمه شب))، (( د نيمې شپې لاروى )) او ((le voyageur de minuit )) . دلته بيا هم نيمه شب يو فزيکي مفهوم دى مګر په پښتو ، دري او فرانسوي کې يوه معنا نه لري. کله چې مونږه په دري کې د نيمه شب خبرې کوو زياتر زموږ ذهن ته عبادت تداعي کېږي، رياضت تداعي کېږي ، آه نيمه شب تداعي کېږي او د آه نيمه شب نتيجه گريۀ سحر گاه ده. په پښتو کې نيمه شپه د شپې منځ دى. مجلس خو پس د نيمو شپو وي يعنې هغه وخت چې شپه پخه شي. هلته د زړه راز ښکاره کېږي ، احساست ښکاره کېږي ، د احساساتو بيان کېږي. د نيمو شپو اورونه بل شول دغلته خلک مرور پخلا کوي. دلته چوپتيا ده. دلته تياره ده ، دلته دشومه ده ، دلته وېره ده. دغه ټول مفاهيم سره په يو ځاى کې راټولېږي او هغې نه د نيمې شپې لاروى جوړېږي. په فرانسوي کې voyageur de minuit ، minuit د شپې منځ ته وايي. د شپې دوولسو بجو ته وايي. يوه ډېره حساسه نقطه ده په شپه کې چې د هغې نه مخکې يوه ورځ ده او د هغې نه وروسته بله ورځ ده. يعنې د عطف ټکى دى. نو دلته بيا هم زموږ ديد فرق کوي. کله چې د نيمې شپې لاروي ته ګورو يو څوک ګورو چې په لاره روان دى ، تياره ده ، خپله ورکه لټوي او دغه ورکه چې لټوي پخپل ټول وجود يې لټوي. رهگذر نيمه شب په لاره روان دى ، پوهېږي چې يو ځاى ته ځي. تياره ده شاوخوا ورته نه ښکاري مګر سره له دې هم ها کوم ځاى ته چې ځي ځاى ورته معلوم دى.او هغې ځاى ته ځان رسول غواړي په هر قيمت چې وي. په فرانسوي کې voyageur de minuit د شپې نيمايي ته رسېدلى دى. د نن نه سبا ته اوړي او دغه د نن نه سبا ته اوښتل د ده دپاره د يوه نوي ژوند پيل دى. نو که د هر خوا نه يې وګورو دغه درې کتابونه درې بېل مفاهيم افاده کوي. او درې بېلو لوستونکو ته ليکل شوي دي. د مجروح اثر اژدهاى خودي ، د مجروح بل اثر ځانځانۍ ښامار او د مجروح دريم اثر ego monster ، دا داسې درې فلسفي آثار دي چې يو واقعيت د بېلابېلو زاويو نه ګوري، بېلابېل مفاهيم افاده کوي او په بېلابېل ډولونو باندې لوستل کېږي. نو فکر کوم چې د يوه په لوستلو د چا غاړه نه خلاصېږي بايد درې واړه ولولي. سرپاڼه | |