<سرپاڼه

م  - ا-كرگر

 

دخيالي اواسطوروي کيسو دپيدايښت اړتيا

 

دبشريت خلاق ذهن اوتفکر ٬هر وخت اوهره شيبه ديو لړ مسايلو اوعواملو څخه اغيزمن دى ۰ بشريت تر هر څه لومړى دخپلې بقا اوخپل پايښت په فکر کې دى ۰ هر هغه څه چې نوموړي ته دگواښ اوتهديد لامل وانگيرل شي دهغه په وړاندي ديو سپر اوديوال دجوړيدو په تکل راووځي ۰ دخيالي اواسطوره يي کيسو يو عيني عامل همدغه بشريت ته گواښ اوتهديد دى ۰ خو دبشريت روان اومعنوي نړې دهغه له فزيکي اومادي څخه ډيره پيچلې ده ۰ دهغه ذهن نه يوازې دکيسو اوافسانو اورواياتو اومسايلو هستوونکى دى ٬ بلکې  دذهني جبران اوروانې انډول دايجاد له پاره هم هڅه کوي چى داسې کيسې اوافساني جوړي کړي چې دهغه له پاره دتسکين اواوزغم جوگه شي ۰

 

دبشريت سترې اسطوري دزرگونو کلونو په دوران کې دهغه بد مرغو انسانانو له خوا چې دغه اسطوري دناميندى څخه دهغو دخلاصون اوژغورون وسيله وه ساتل شوي دي ۰ وايي که بشريت په امن کې ژوند کولاى نو هيڅکله يې دا ډول تخييل نه کاوه ۰ دکرت دسيمو په سپيڅلو تراژيديو کې دديو نيزيوس غمونه ديوناني تياتر سرچينه اوهمدارنگه دمسيح عيسى غميزه دمنځنيو پيړيو دتياتر منشا اوسرچينه بولو ٬ دانسان رواني اړتيا دې مسالي ته ځانگړي امتياز ورکړى دى ۰

 

ددې په خوا کې يو لړ گټورې افساني اواسطورې هم وى اوشته چې درواني انډول اوتعادل له پاره رامنځ ته شويدي ۰په لرغونوزمانو کې دداډول کيسو اوافسانو اصلي راويان درې ډلې پيژندل شويدي ۰

جادوگرا کاهنان  چې په معبدونو کې را ټوليدل اودخدايانو کيسې يې کولي ۰

راوې شاعران اوحکايت کوونکي ٬ چې غنايي اوحماسي شعرونه به يې ويل ٬دغه شاعرانو به يادې شوي کيسې په تغزلي اوحماسي ډولونو سره ويلي اوپه ساز اوسرود سره به يې بدرگه کولي ددې له پاره چې  په نا منکشفه اذهانو کې په ښه توگه ځاى ونيسي اواغيز  وکړي ۰

بله ډله خلک  ددربارونو عاقل ليونيان و چې په ښکنځلو او بدو ردو سره به يي وکړى شول دخپلو غرايزو  تعادل وساتي.

 هغه څه چې وويل شول دادي چې په لرغونو زمانو کې اوپه عتيق دور کې داسې داستانونه  اوحکايات را منځ ته شويدي چې هدف يې د حقارت داحساساتو سرکوب  و۰

دغه ډول داستاني ادبيات له  شوخيو  دسپکاوى ډکو  اونيشدارو کلمو څخه ډک ول ۰ هدف يې دا وو چې دهغه افرادو ذهن  چې دمسکنت داحساس اودنفس دحقارت څخه يې رنځ وړلو اوعذاب يې گاللو.

 

په دې ډول په لرغونو مدنيتونو اوټولنو كې دسپكاوي اوحقارت دجبران اويا منفې افسانو او كيسو دايجاد په خوا كې ځينې مثبتې اوگټورې كيسى هم را منځ ته شوي دي چې هغه انسان ته دزيري اوالهام پيغام لري ٬ دانسان مرتبت اومنزلت ته بدلون وركوي ٠ ديو غريب اوبيوزلي شپانه په لور يو شهزاده مينه پيدا كوي اوهغه باالاخره دشپانه دلور سرنوشت بدلوي يا خزانه پيدا كوي اولوړ دريځ  پيدا كوي اوبدلون مومي ٠

په دې ډول دغه خيالي كيسى دوه ډوله استنتاج ايجادوي ٠ يو ډول يې انسان خوار ذليل اوحقير بولي اوبل ډول يې انسان ته منزلت اومرتبت وركوي اوهغه نيكمرغه كوي ٠ منفى كيسى كشف دهيروگلف دخطونو لوستونكو اوتعبيروونكو له خواكيږي اومثبتې كيسى لكه ديو زرو يوه شپه كيسې پيژندل شوي اوله يوه نسل نه بل ته پاتې شويدي ٠

 

 

دروانې انډول دايجاد له پاره انسان بيلابيلو چلندونو ته لاس غځوي ٠ دمثال په توگه ځينې كسان هڅه كوي چې ځان ډير پياوړې وښى اوپه نورو ځان برتر اوپورته وښئ ٠ خو دغه كسان له هغو هيلو اواميدونو اوارمانونو څخه چې په شخصې ژوند كې نه دي ترسره شوي ٬له هغه رنځ وړي اودغه ډول تخييلات  مرسته كوي چې خپل كارونه  له سره پيل كړي لكه چې وايي درنځونو منشا درنځونو څخه كمه نه ده ٠

ددغه ډول داستاني ادبياتو ټول تخييلات اودانسان سر كوفته گي يا له خنډونو سره مخامخ كيدنه  كيداى شي چې هغه  له منځه يوسي  ٠ نو ددې له پاره چې دمسالي اصل اومنشا پيدا كړو دحقارت داحساس پر بنسټ اوهغه مذلت له مخې چې خلكو پيدا كړي اوهست كړي دي په زړه پورې كار به وي ٠

 

په خيال اوتصور كې دوه اصله  يعنې مثبت اومنفي يا نرينه اوښځينه  په نړې اوكايناتو حكومت كوي ٠ دځينو ارواپوهانو په باور دغه دوه اصله دخيالاتو اوتصوراتو منشا او سرچينه ده ٠ كله چې موږ دهنر اواساطيرو په اړوند خبرې كوو نو دغه دوه گونى په نوې شكل بيانيږي اوپه دې ډول پرده دراز اورمز له ځانگړنو پورته كيږي ٬ دا ځكه چې هنر دانسان ددروني تمايلاتو اورغبتونو هنداره ده اواساطير هم دهغه دعقدو مصور نندارتون دى ٠ 

 

سرپاڼه