<سرپاڼه

څلورمه مقاله :

ټولنيز فرهنگي بحث

افغانې ټولنه اودروحانيت  نفوذ

په ټولو عنعنوي ټولنو كې روحانيت ،مقدسات اومذهبې موسسات دزيات قدر او درناوى څخه برخورداره وي ۔ دا اصل په افغاني ټولنه كې هم په دقيقه توگه صدق كوي ۔  په تاريخي لحاظ مذهبي مشرانو دمثبت اوبا ارزښته ازادي غوښتونكي رول څخه څوك سترگي نه شي پټولاى ۔ خو دې كې هم شك نشته چې دزورگيرو قدرتونو اتكا اوځان ساتنه دساكرال موسساتو پورې  هم تړلې وه ۔

كه له كلي څخه پيل وكړو  ٬گورو چې په كليو كې ملا ددغه روحاني موسسو دهستې اوزړي حيثيت لري ۔ ملا په اغلب ډول سره په كليو كې ژوند كوي ٬جومات دافكارو دتبادلې اودپوهي دترزيق اورسولو اوانتقال مركز وي ۔ ملا پنځه وخته لمونځ وركوي ٬دنوې زيږيدلي ماشوم په غوږ كې اذان كوي ۔ خو ملا په كلي كه دكلي دملك اوخان له خوا غوره كيږي  يوه مساله چې دملايانو دمعيشيت اوژوند پورې اړه لري هغه دموقوفاتو شتون  و چې زياتره دغه قشر ترې گټه اخيستله  ۔ خو دامير عبدالرحمان خان په دوره كې دغه موقوفات ټول لغوه اوملي اعلان شول ۔ اوپه دې كار سره يې په هيواد كې دروحانيونو خپل سري اوواكمني كمزوري كړه ۔ په دې ډول ملا اړ شو چې ددرمند پر سر  له خلكو عشر اوزكات ټول كړي ٬اويا دمړي په مراسمو كې دتدفين اوتكفين پر مهال دورثې له خوا خيرات واخلي ۔ پاتې دې نه وي چې دملا دژوند په تامين كې دكلي خان اوملك ډير ه ونډه لري ۔

په افغانستان  كې په بيلابيلو سيمو كې دملا ټولنيز موقعيت جلا دى ۔په قبايلي سيمو كې ملا دقبيلي له افرادو په ټيټه پوړۍ كې دى ۔ دا ځكه چې دقبيلي دافرادو برخه نه شي گڼل كيداى ۔خو داعظم سييستاني په قول په درانيو كې اوپه نورو خلكو كې ملا دپوهي په تناسب له لوړې مرتبې څخه برخمن دي ۔ ملا په ولسونو كې له داسې مراسمو لكه : نكاح ٬ماشومانو ته دزده كړي څخه تغذيه كيږي ۔

ځينې ملايان چې په نورو هيوادونو كې يې زدې كړه كړي وي  دزياتي پوهي خاوندان وي ٬خو زياتره كليوال ملايان ان سواد هم نه لري يوازې دقران پاك څو ايته يې يې په ياد اوپه  محافلو كې يې لولي ۔

په كليوالو سيمو كې ممتازه ملا هغه دي چې لس دولس طالبان ولري اوهغو ته زده كړه وركړي.دوى په دينې تعليماتو كې دقران پاك تفسير ٬فقه حنفي ٬حديث اوهم دعربي ژبي صرف ونحو زده كوي ۔ څرنگه چې په افغانستان كې داسې لويي مدرسې موجودې نه وي نو طالبان اړ كيدل چې هند ته ولاړ شي اوهلته په ديوبند مدرسه كې زده كړه وكړي ۔ الغازي امان الله خان په خپل وخت كې ددغه مدرسې ملايانو راتگ افغانستان ته بند كړ دا ځكه چى دديوبند مدرسه دانگليس تر نفوذ لاندې وه ۔ امان الله خان ددې تشى دډكولو له پاره په په ۱۹۲۸ كې دملايانو دروزنې له پاره يوه مدرسه جوړ كړه ٬چې په هغه كې اسلامي علوم تدريس كيدل ٬وايي چې له مخكينيو ملايانو به ازموينه اخيستل كيدله چې كه لياقت به يي نه درلود نو  دملايي له كاره محروم كيدل ۔ دا كار چې اصلا يو ښه كار وو خو دملايانو دقهر اوغضب سبب شو ۔  ۔

يو بل تحميل شوى قشر چې په پښتنې ټولنه كې دزيات نفوذ اوواك خاوندان شول له سيدانو څخه عبارت دي ۔

سيدان هغه كسان دي چې ځانونه دحضرت پيغمبر له اخلافو څخه بولي ۔ په پښتنې قبيلوي سيستم كې سيدان ځانونه له قبيلوي سيستم څخه لوړ گڼي ۔ اودوى په دې سيستم كې نه دې شامل ۔ له بلې خوا دغه قشر يا ټولگى په قبيلوي لانجو كې دناپييلو رول لري اوزياتره وخت پيښي اوشخړې ددوى په منځگړيتوب سره اواريږي ۔  خواجگان هم چې شمير يې محدود دى دحضرت پيغمبر دلومړي خليفه اولادونه بولي اودغه را ز حضرتان ددويم خليفه پورې ځانونه تړي ۔

سينځل نويد په خپل اثر ((    Religion Response to Social Change in Afghanistan  1919-29    )) دوه ډوله مذهبي مشرتوب په ډاگه كوي ۔ يو يې مفرط مذهبي ډله چې شپه اوورځ په عبادت اخته وي اواوليا ۽كرام هم ورته وايي   اوبله يې مذهبي مشران دي چې په سيمه ييزه فعاليت اودندو سره تعريف كيږي ۔  نوموړي دمتحده روي له قوله ليكي چې څرنگه چې داسلامي مذهبي عالمانو له خوا دين ته ډير ستر خدمت شوى دى ٬دغو كسانو چې خپل ټول ځان اوژوند دخداى په لار كې  خدمت ته وقف كړى دى   اوپه مثالي توگه روحاني ژوند لري ۔ ان پادشاه هم ددغه كسانو مشوره اخيستله   اولاس نيوكه  يې ترې كوله . هم په سياسي دلايلو اوهم دمذهبې دلايلو له مخې ۔ په افغانستان كې دصوفيانو دطريقت مشرتابه دطريقت پيروان اوهغه روحاني  شخصيتونه چې دعالي روحانيت  پورې مربوط  وي دمشرتابه دعوه كوي ۔ په  عمومي توگه دغه كسان چې دروحانيونو په نوم ياديږي ٬ددوى اوامر په خلكو كې دزيات درناوي څخه برخمن دي ۔ اوځينې كسان خو لا دوى دخداى ددوستانو په نوم يا اوليا۽په نوم يادوي ۔ هغه كسان چې لوړې معنوې مرتبې ته رسيدلي وي ۔ دوى اكثرا دسيد ٬حضرت ٬پادشاه ٬شاه ٬شهزاده ٬نقيب ٬مير ٬ميا ٬ايشان ٬ خواجه ٬اخندزاده او صاحب زاده په نومونو ياديږي ۔ هغوى چې په نژادي لحاظ دوتليو شخصيتونو پورې ځان تړلي بولي ۔ ۔

دسينځل نويد په قول دشمالي مغربي سرحدي صوبي ( خيبر پښتونخوا ) دبرتانوي سياسي ايجنت په توضيحاتو كې ځينې مفاهيم په دې ډول توضيح شوي دي ۔ سيد چې جمع يې سادات دي يواپځى دپيغمبر اولادې ته كارول كيږي ۔  اوپه قبايلو كې پراخ نفوذ اوشهرت لري ۔ ميا گان دروحاني  مشرانو اولاده گڼل كيږي ٬اخندزاده گان يا پيرزاده گان دمذهبي مشرانو اولاده ده چې سيمه ييز شهرت لري ۔ صاحب زادگان دهغو  ملايانو اولاده وي  چې په مذهبي تعليماتو كې يې زيات  شهرت درلود ۔

نوربيا

سرپاڼه