|
<سرپاڼه
– شاعر : پسرلی لکه سر چې د اُفق په بالین لمر ږدي تش ګړی په هومره حُسن په ګودر ږدي کاشکي لږ خو یې د حُسن پېڅې ښکل کړای ستړی خیال مې ورته څومره غر په غر ږدي هردیدن تر بل دیدن یم ورته تږی لکه خوب کې تږې شونډې په ساغر ږدي حسرتونو مې په زړه ایښي داغونه لکه شمې چې په قبر مینجور ږدي که خلقت نه وي د حُسن په خدمت کې د سیپۍ په زړه کې څوک چا ته ګوهر ږدي؟ خپل تېری نه ویني هیڅوک ، سمندر هم تل د امن د ساحل په پښو کې سر ږدي پاته مړو پرې ځانونه وي سپین کړي په قبرونو چې اکثر ګورو مرمر ږدي د مینو خلکو بېل شام وسحر وي څوکیدار له مجبوریته سر سحر ږدي د «پسرلي» په زړه یو نوی پسرلی خور کړې چې هر پل د ناز له لطفه پرې دلبر ږدي سرپاڼه | |