<سرپاڼه

دانور وفا سمندر  ليكنه

زما جګړه

يوه جګړه لرم

زه لا سپاهي نه يم شوى

ډګر دننه، دښمن دننه

هغه زما څېره اغوستې

هغه مې (زه) دى

زه هغه دى

جګړه دننه، زه دننه

سباوون مې نه ليدلى

ما لا د (زه) خوب نه دى مات كړى

زه لا نه يم جنګيدلى

جګړه دننه

زه يم جګړه

جګړه دننه

زه خوبولى، زه يم پرته، پرته غږېدلى

خپل خوب مې تمثيل كړى

خپل خوب كتاب كوم

زه يم د خپل خوب فصل

یمه زه جګړه خپله

ما جګړه كرلې

جګړه مې ژوند دى

جګړه دننه

ما لا د اووه كلنى غاښ نه دى ويستلى

ما لا د جګړې ور نه دى ټكولاى

ما لا جګړه نه ده منلې

جګړه دننه

جګړه ما ليكلې

جګړه ده زما پزه، څېره؛

لیکنه!

او ده لاس، پښه

غوښه، خبره

جګړه ما تمثيلوي

ما ښيي

ما راويښوي

ده روانه جګړه

زه د ويښې بريښنا په ځان كې حس كوم

دا بريښنا چټكوي زما ګامونه

زه په جګړه ورننوځم

ده جګړه دننه

زه جنګېږم، دښمن بچى دى زما

زه له خپل مخلوق سره جنګېږم

مخالف جنګيالی مې زما له شېبه شېبه فكره ده جوړ شوى

ما په فكركولو او ذهن پرېښوولو پڼډ جنګيالى دى پنځولى

جګړه دننه ده روانه، زه جګړه يم

جګړه زما په نوم ده وپنځېده

جګړه زما ده، زه ځان له ځان سره جنګېږم

جګړه زما، زه خپله جګړه

جګړن كتاب يمه زه

جګړه ده ما ترنګولې

جګړه زما موسيقي

دغه سندره زمانې، زمانې ما پنځولې

زه جنګېږم، خپل غږونه ټولوم

ګامونه زړه ته اچوم، د عشق په اور يې سوځوم

زه خپله پاڼه سپينوم

زه هستي سپينوم، هستي زما د رنګونو تابلو

زه خپله هندره كې ولاړ يم، ټول عمر مې ځان ليدلى-پنځولى

پرته له ما څوك نشته؟

هو، خداى!

خداى شته، خو چې لاره وركړي!

خداى د چا په ځمكه پښه نه ږدي

خداى فصلونه نه غوبل كوي

خداى زمانه نه رېبي

خداى مينه كوي

خداى مينه دى

خداى نوم او نښه او ځاى نه لري

خداى شته، زما پاڼه څيرې كړئ

بركت دې وي!

سرپاڼه