|
<سرپاڼه
دگويته له شرقې ديوان څخه :
(۱) گوېته دخپل اثر شرقي ديوان په تيمور نامه كې ليكي : ژمې په ټول قهر اوغضب سره راگير كړل ۔ اوله ساړه اسويلي وروسته يې له قهره ډك توفانونه ورپسې واستول ۔ هغو سړو بادونو چې دكنگل يخې چړې هم ورسره وې واك يې ورته وركړ چې څه يې زړه غواړي وې كړي ۔ بيا دتيمور حرم ته را كوز شول اوپه قهر اوغضب يې ورته وويل :
(( اى دبخت را ستون شوى ظالمه ٬ لږ رانږدې شه او خبره مې واوره ۔ ترڅو بايد زړونه دنفرت په اور كې وسوځي اوايره شي ؟ كه د خداى دقهر په څير يې نو زه ددې قهر يو بل پيغام يم ۔ كه ته زوړ اوبوډا يې نو زه هم بوډا يم ۔ كه ته دوينو سيلاب بهوې ٬زه هم دسړو اويخنيو سره په هرڅه يرغالم ۔ ته مريخ يې اوزه زحل ۔ او داپه كراتو ويل شوې چې دمريخ اوزحل له نږديوالې بلاگانې پاڅي )) كه ته په زړونو لړزه راولې نو زه په ساړه اسويلي نړۍ لړزوم ۔ ته په وحشې لښكرو خداى پرستان وحشتناكو كړاوونو ته سپارې ٬ خو فكر مه كوه چې گوندې له مانه پياوړى يې ٬ ځكه چې زما دحكمرانۍ دوران پاى ته رسيږي ٬ داسې مرگ اونيستې به درته راولم چې ستا لښكرې دبيوزلو د وينو له تويولو لاس واخلي اوزموږ دكړا ونه په خوند اخيستلو به دظلم لاره له ياده وباسې ۔ په خداى سوگند ٬ كه چيرې زما سوړ اسويلى ووځي ٬ نو ته اى زوړ وينې څښونكيه ٬ په هيڅ اور لمبو به زما له قهره ځان ونه ژغورې ۔ ))
(۲)گلاب پرې زادې ٬ د دې له پاره چې خپل د زرين تن روح ارام او د گلابو په عطرو خوشبويه كړې ٬ ايا په دې خبره يې چې په زرگونه ناغوړيدلي سرې غوټۍ په اور پريوتې اوتر مخه تردې چې نړۍ ته سترگې وغړوى مخ يې ترې پټ كړى دى ؟
ايا په دې پوهيږې ترهغو چې ددغه شيشه يې گلاب چې ستا دگوتو له نوكانو لطيف٬ جگ اوښكلې دى تر لاسه كړې ٬څومره نوې غنچې چې له شوره د ډك ژوندانه نړۍ يې په ټټر كې پټه ده دمرگ لاره ونيوله اوترمخه تر دې چې دمينو بلبلانو مستانه نغمه دتن په غوږو واوري ٬ له ځانه يې لاس ومينځه ؟ ترهغې چې نړۍ شته بيگنا ه خلك د رنځ اوغم قربانيان دي ۔ ايا ظالم تيمور په زرگونه تنونه ددې له پاره چې دهغو رنځ دده دخوښۍ سبب شي بې موجبه دمرگ كومې ته دننه نه كړل ؟ سرپاڼه | |