|
<سرپاڼه
يو ليك يوه يادونه :
دکیږدی ویب پاڼی چلوونکی او دپښتو ژبی ښه لیکوال اوکيسه لیکوونکی کرګر صاحب سلامونه او دعاګانی می ومنی لکه څنګه چی تاسی ته به هم معلومه وی زمادګډوډ ژوند له امله که رښتیا درته ووایم ډیر وخت وروسته می کیږدی ته سر وردننه کړما فکر کوه چی کیږدی به هم لکه زما اوستا دوطن غوندی له ناامیدیو ستونزو کړاوونوجګړوماتو اوبریواو ممکن چی دپردیوپر ګولیو په سوری سوری برته وی خو له نیکه مرغه کله چی می کیږدی ته سر وردننه کړ نو هر څه می په کی ومندل چی ما یی فکرهم نه کاوه. دکيږدی تنابونه دومره کلک او له پرتم نه ډک وچی ما یی تصور هم نه کولو دکیږدی په خوا کی چاټی او خاورین کټوری دکیږدی ښکلا لا پسی زیاته کړی وه یوه ښکلی او له غرور نه ډکه کوچی يی په ځنګ اور بل کړی وو اوشپنه خاوند أه پاره يی پر تبی ډوډی پښوله يو يو کلن ماشوم دننه به کیږدی پر ارام خوب ویده وو دړاندی يو څو کوچنیانو پنډوسکله څو کسه نورودکرکټ میدان ګرم کړی وو ځنونورو دکيږدی خوا کی تیګه اچوله کوچی له ډیرو امیدونو سره رمه راوستله او دکیږدی پر ځنګ کی پڼډه کړله دخپلی کورودانی خوا کی کیناست پر لږ وخت کی یی پر سترګو سترګو کی ډیری خبری خپلی میرمنی ته وکړلی او خپله ورځنی سړیا يی وویستله ما ددوی دوستل ننداره کوله چی پرکيږدی کی می درحمانه بابا پردیوان سترګی ولګیدلی یو ملنګ يو قلندر یی پاڼی اړولی دکیږدی ښی اړخ ته می چی وکتل دبایزید روښان حال نامه پرته وه دپښتنو دژوند اوقربانیو کیسی یی کولی دحال نامی سره نور ډیرسیاسی فلسفی ادبی کتابونه پراته وه لنډه داچی کیږدی نه يوازی دیوه شپون کور وو بلکی یولوی کتابتون يوه اکاډميک او روزنیز مرکز ته ورته وشعرونو يی دوطن کیسی کولی لنډه داچی ډیر زیات وخت می پر کیږدی کی تیر کړهر څه یی زما له پاره ډیر پر زړه پوری وووروسته دی فکر یوړم چی داګیږدی چا او دچا پر زیار او کړاو ښکلی شویده ډیر ژر پوه شوم چی دا ټول ستاسی دزیار او هڅو نتيجه ده تاسی ته دکیږدی پر لا ښکلا کی کی زیات بریالیتوب غواړم اوس همدومره افضل ټکور سرپاڼه | |