دانور وفا سمندر په نوې ناول يوه كتنه :

 

د نويو خيالونو انځورګر

 «په كور يو ليونى» كتاب مې ولوست، په دغه ناول كې ليكوال هڅه كړې چې نړۍ ته په خپلو سترګو وګوري، دى نه غواړي د ځينو ليكوالو په شان په څو څوځله ژوول شويو مړيو بېا شخوند ووهي، دى زيار باسي چې د بل په لاس په لمس شوي څيز  قضاوت ونه كړي.

سمندر وفا د ځينو په شان چې د ګلاب ګل په دربست توګه د باغ شهزاده بولي؛ حكم نه كوي. دى د ګلاب ګل له نورو ګلونو سره پرتله كوي او له ځانه پوښتنه كوي: آيا د ګلاب ګل په رښتيا د باغ شهزاده دى؟ او كه دى نو ولې دى؟

زموږ د يو شمېر ليكوالو، ان ذايقې هم خپلې نه دي، دوى نوروته ګوري چې كوم شى ترېخ او كوم شى خوږ ګڼي، ټول عمر يې وېلي چې هغه شى خوږ دى، خو د ژوند تر پايه په خپله ژبه د هغه «څيز»خوند نه تجربه كوي.

زموږ ځينو ليكوالو اكثره لوستونکي، هغه د چا خبره بد اموخته كړي دي، لوستونكي يې دومره له اخباري او ژورنالستکې تصويرونو سره عادت كړي؛ كله چې دوى كوم هنري انځور ته ګوري نو بې اختياره ترې مخ اړوي او يا خو پرې سره چليپا را كاږي. ځنې بېا دليل راوړي چې موږ خو په دې خبرونه پوهېږو او يا خو دا هیڅ امكان نه لري، كله چې د پيكاسو هغه تابلو چې سكروټو کې يې ګلونه راشنه شوي؛ ګوري نو په خندا وايې: په سكروټو كې د ګلونو شنه کېدل كله امكان لري، نو همدا وجه ده چې زموږ ځينې لوستونکي له سوچه هنري اثر نه مخ اړوي او همدا يوه خبره تكراروي چې موږ پرې نه پوهېږو، موږ بايد دا ومنو چې د عادي بېان او هنري بېان ترمنځ ډير واټن موجود دى. كله چې غواړو يو هنري اثر را منځته كړو نو ضرور ده چې د هنر د خروج له وسایلو استفاده وكړو او كله چې عادي خبرې كوو؛ بېا نو دې كار ته زياته اړتيا نه احساسوو...

زموږ ځوان او نوښتګر ليكوال وفا سمندر هڅه كوي چې د ژورنالستکي او هنري تصويرونو، د شعر او د نثر ترمنځ پولې ونړوي، چې په كور يو ليونى اثر كې دغه هڅه تر ډيره ځايه تر سترګو كېږي، نوموړى د تشبيه، استعارې او سمبولونو له لارې، د کېسې حادثې بېانوي او حتى د کرکټرونو نفسياتي حالات يې په مستعاره ژبه په ډير هنري قوت بېان كړي دي. په پښتو کېسه ليكوالۍ كې دا يوه نوې هڅه ده؛ چې دى يې ترسره كوي او په دغه كار كې بريالى ښكاري.

«په کور يولېونى» د کېسې اتل«لمر» يو داسې څوك دى چې تر پايه د ژوند د حالاتو او ايډيالوژيو د ټكرونو په وړاندې په فزيکي لحاظ غلى ودريږي، يا دغه جګړه ټوله د ذهن دکيهان دننه سرته رسوي. دى لكه طلسم شوى موجود په يوه جادو شوي وطن كې ژوند كوي، ځينى مجبوريتونه ( يا ښه ده ووايم هغه فلسفي رواني من) يې ديته هڅوي چې مخته لاړ شي او كله بېا په داسې حالاتو كې را ګير شي چې څټ ته د ګرځېدو بهانه ورته نه پيدا کېږي او يا خو له څټ نه هم زړه تورى دى او مخ ته تګ  يې هم زړه نه غواړي «لمر» په یوه لحاظ يو غير فعال مركزي کرکټر دى، دى زموږ مخې ته عكسونه او انځورونه غوړوي، دى د يوه بېطرفه عكس اخيستونکي په څير يوازې د ټولنې د ناخوالو عكسونه (چې دده په ذهن کې يې کښت روان دى) اخلي او له دې سره خپله عكاس هم صحنې ته كشول کېږي. دى مينيږي؛ خو مينه يې هم عيني کيهان ته پښه نه را ږدي يا په بله وينا مينه نه تجربه كوي، يوازې او يوازې د خپلو احساساتو او عواطفو لمبې په زړه كې ساتي. دى د ذهن په دوزخ کې تر پايه سوزي، دى خودكشي نه كوي، ځكه دى خپل ذهن غلام کړى او هرڅه يې ذهني دي او ازادي ځكه نه اخلي چې تراژيدي له منځه ځي. څوك چې ومري؛ له هغه سره د ژوند تراژيدي هم پایته رسيږي، خو په دغه کېسه كې تراژيدي وار په وار خپل اوج ته رسيږي.

ليكوال تر ډيره حده هڅه كوي چې دده د کیسې اتل ترپايه د يوه عكاس رول ولري؛ خو كله كله بېا دغه عكاس ورنه د تصوير په رنګ او روح كې ننوزي او د تصوير په اساسي برخې بدليږي.

ليكوال د خپل اوچت قلم په زور عواطف او احساسات حسي كوي او د اوريدونکي سترګو ته يې دروي او كله كله خو يې قلم دومره ژور شي چې ان هغه اشيا چې شته نه وي او په رواني حالت کې ژوند كوي؛ هغه هم حسي كوي چې دا كار زموږ په پښتو ليكوالوكې ښايي لږو كسانو كړى وي...د ليكوال بله ځانګړنه په کېسه کې تر پايه د کیسې د فوګروند او بګروند د اتومسفير په يوه حال ساتلو خبره ده چې كله لوستونکی دغه کېسه لولي، داسې ګومان كوي چې ليكوال دغه ټوله کېسه په يو وخت او په يوه نفس ليكلې ده، دکرکټرونو داخلي حالت دومره ښه بېان شوي چې كله كله لوستونکی فكر كوي چې د کرکټر د روح په هنداره کې ګوري، او د سينما د پردې په شان د کرکټر ټول عواطف زره زره شمېري او د هر يوه حركت او عكس العمل لمسوي...لوستونکى كولاى شي د کرکټر دروني حالات پخپلو لاسونو او ګوتو لمس كړي چې دا حقيقت د ليكوال لويه بريا او كاميابي ده...

بله خبره د كركټر خارجي حالاتو د بېانولو مسله ده، چې ليكوال يې د حركاتو او تمثيل له لارې د لوستونکي مخې ته د يوه روښانه انځور په شان څرګندوي او دا چې كركټر په كوم موقف كې ولاړ دى، څوك دى، دا ورته په ډيرې اسانۍ سره معلوموي؛ بله خبره له ټولنې او يا چاپېریال سره د كركټرونو د اړيكو خبره ده چې تر پايه يې ليكوال په بېانولو كې ډير بريالى ښكاري...

د ليكوال ژبه ډيره خوږه، روانه او بې تكلفه ده. دى داسې ليکي لكه زموږ يو ډير نژدې او خوږ دوست چې له موږ سره په صفا ژبه غږيږي. ليكوال ترپايه كوشش كوي چې د شعر او عادي خبرو ترمنځ چې كومه پوله موجوده ده هغه ونړوي. دى زياته هڅه كوي چې د سمبولونو او د استعارو له لارې يوه صحنه تمثيل كړي، تمثيل دده ليكوالۍ ته ډير لوى ارزښت وركړى، دى نه غواړي د توصيف له لارې د كركټر څلور اړخونه بېان كړي، دى غواړي د هر کرکټر څلور اړخونه (يو اړخ د کرکټر هغه اړخ دى چې کېداى شي موږ يې نامريي اړخ وبولو) تمثيل كړي، د چېخوف او داستايفسکې د کېسو د اوچتوالي يو مهم علت کېداى شي په تمثيل ولاړ وبولو؛ نو ځكه زموږ ليكوال هم دغه اصل ته تر پايه ډير پام كوي چې دده کیسې يې ښكلې كړې دي. ځينې وخت زموږ لوستونکى وايي موږ د انوروفا د کېسو په ژبه نه پوهېږو! ددې علت دادى چې زموږ انوروفا د کېسو ژبه استعاري ده؛ مثلاً دى وايي:

« له يوه مات قبر څخه يو چا راته كسټ وغږاوه، زه بايد يو څوك شم؛ زه بايد يو كار وكړم!» دلته يو مات قبر او د كسټ نوم چې كله لوستونکی لولي يو دم له ځانه سوال كوي، چې دا قبر او كسټ له كومه شو چې ده ته وغږېده؟! دلته مات قبر د همدې کرکټر چې موږ ته کيسه کوي، د ځان او يا روح مستعار نوم دى. قبر هغه ځاى دى چې هلته په کې موږ يو څه خښوو او دلته د ځان او روح لپاره مات قبر فكر كوم ډيره ښه استعاره ده دا ځكه چې د کېسې مركزي کرکټر فقط هرڅه زغمي او په خپل زړه كې يې قتلوي او خښوي يې او دكسټ د غږېدو خبره هماغه د روح او ذهن آواز دى چې په جسم باندې فرمان صادروي او د يوه فعل د ترسره كولو حكم ورته كوي... او يا دى په يوې جملې كې وايي« هغه له موږ څخه مجسمې جوړولې» دلته ځينې لوستونکي فكر كوي چې له انسانه څنګه څوك مجسمه جوړولاى شي؟ چې داپه حقيقت كې هماغه مستعاره وينا ده، دلته مجسمه په واقعي معنا نه ده كارول شوې؛ بلكې مجسمه صفت واقع شوې چې البته دده په بېان کې دغه شان زياتې هنري نازكۍ؛ ځينې هغه لوستونکي چې زيات معلومات نه لري؛ له يو ډول نارامۍ سره مخامخ كوي او كله كله هغه شيان چې خارجي وجود نه لري؛ هغه حسي كوي. همدا هڅه د نوي لوستونکي د زړه تنګۍ سبب کېږي لكه «د مقالې په زيري مې وويشتل» دلته زيرى هغه كلمه ده چې خارجي وجود نه لري او ده ورته فزيکي شتون وركړى او وروسته يې يو څوك پرې ويشلى ، همداسې ترپايه...

او بله خبره داده چې ليكوال تر پايه كوشش كوي چې نوي سمبولونه ايجاد كړي؛ لكه غوا، پسه ، سپى، مار ، قطب نما، د ذهن بت يا اوبلن بت (چې ضمناًً د ناول لپاره دضمني سرليک په توګه کارول شوى)او داسې نور...

پر دغه کېسه كې ليكوال هڅه كړې لكه د بنيادمان، د ناول په شان؛ تاريخ، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، فلسفه او هنر پنځه واړه جوخت په كاميابۍ سره يو ځاى بېان كړي او هڅه شوې چې د يوه حادثو ځپلي انسان په ذهني، فزیکي او روحي قلمرونو كې د حركت او ټكر او غبرګون حالات وڅېړي او په خپل ځانګړي سبک د هغه انځور د لوستونکي مخې ته کېږدي. په کور يولېونى داستان موږ په دې باوري كوي چې موږ به په نژدې راتلونکې کې پښتو کېسې د نړيوالو کېسو سره جوختې ګورو. انوروفا سمندر په پښتو کيسه ليكنه کې يو نوى باب پرانيزي او يوه نوې لاره جوړ وي. زه ورته د زړه له كومې ددغه اثر مبارکي وايم او له لويه خدايه ورته د لا برياوو هيله كوم.

نورمحمد لاهو

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

سرپاڼه