په بلجيم كې دعبدالباري جهانې دشعرونو په ادبې غونډه كې

 

راز ونه او نيازونه  

 

يوه ورځ  دلندن يو  پوهنتون ته په ترن كې په لار ه وم ۔ دمعمول په توگه چې سړى ستړى وي  نو ددرندو اوثقيلو شيانو لوستل خوند نه وركوي ۔ نو البته ښه اورښتينى شعر  دلوستلو له پاره ډير ښه وي ٬ دسړي يا لوستونكي پام غلطوي اودهغه ستړيا ته سكون وركوي ۔  ما هم دجهاني صيب راز ونياز له ځانه سره رااخيستى اولوستلو مې ٠لومړى مې د غزلو په لوستلو پيل وكړ ۔ يو دوه غزلې چې مې ولوستلې ۔ نو دپښتو ټولنې كتابتون را ياد شو چې  دروهي صيب دفتر ته مخامخ په دويم منزل كې واقع و ٠  زه محصل وم اوكله نا كله به هلته ورتللم  ٠ هلته ناست وم  دكابل مجلې په كلكسيونونو كې مې يو څه پلټل چې  جهاني صيب  راغې او له هغه مې څه پوښتنې پيل كړې ۔ هغه هم راته ځواب ووايه ۔

 درازونياز دغزلو په لوستلو سره مې دا خاطره هم په ذهن كې تاويده ٬ چې يو شيك پوش ٬ ښكلى زلمې او په قوې استدلال سره خبرې  كوونكى  اوپه مركزي مساله گړيدونكى دى ٠ ديو شعر يا غزلو له لوستلو وروسته مې پام غلط شو ستونې مې راډډ  شو۔ وايي چې دلندو خټو لږې اوبه په كار وي ۔ زما يې هم سترگې ډكې كړې ۔ بيا مې ټولگې ته پام شو چې اوس خو به يوه  ښكلې اودنگه ښوونكې   په ټولگي كې ولاړه وي ورځم به ۔ نو  زه  خو دژړا كورس نه لولم  بلكې يو بل څه ته ورځم  ۔

له ځانه سره مې پريكړه وكړه چې را ځه نن خو شعر هم مه لوله  اود انديښنو اوغمونو پنډوكې دې   په ولو  سپك وگرځوه  ۔

له ځانه سره سوچ واخيستم  چې اوس نو دخېر اوشر  مالك ته  څه ووايم  ؟     

زما  دى ته پام شو چې اى دشر مالكه  چې شر دې پيدا كاوه نو دخير څه اړتيا وه ۔ اوچې خير دې پيدا كاوه نو دې شر ته٬ دې جنگونو ته٬ دې مرگونو ته ٬دې مساپريو ته اوبې وطنۍ ته  څه اړتياو ه ۔ اوچې دا ټول دې وكړه نو مساپر خان دې   ولې  د هيواد  د شنه اسمان له ليدلو ٬دسمسورو ديرو اودبنډارونو له هوجرو بې برخې كاوه ٠ هلته چې چنارونه دنگ دي ٬ دچنار وروستئ تركه دشامت له غره سره سيالي كوي ٬اودڅپانده اوتوفاني  سيند شنې اورڼې اوبه يې له دنگه سره لاندې  دويالې په څير په ارام اوسكون كې بريښې ٠

 

 خو اى دخير اوشر مالكه! ستا دپيرزوينو خو كمې نشته ٬ دعمر پيرزو دې لنډه خو دهيلو اوارمانونو پيرزو دې اوږده ده ٠ دا تناسب خو به دې دشعر له پاره هم په پام كې نيولى واى ؟ اوچې  داسې ونه شول نو زموږ دشعر رنگينې خو اوس زموږ خپل كار دى چې څومره كولاى شو له دې بې تناسبيو نه تابلو جوړ كړو اوهغې ته دخوند ٬رنگ ٬بوى اوخمار  وركړو٠

خو  په دا دومره ارته دونيا كې ٬ په دا دومره پراخه اسمان كې ٬په دادومره سمندرونو او ځنگلونو كې اوپه دادومره پراخو ورشو گانو كې  دې ده اودده يارانو ته دومره لنډ اوتنگ عمر  وركړ چې  لا يې پزه هم  نه ده سمه پاكه كړې ٬ لا يې دلمر سترگې ته مخامخ هم نه دي كتلي اولا يې دښكلا په  يوه شيبه هم سترگي نه دې ورگنډلي  لا  يې دشگو په مزله كې چې پښې ابلې رهى دي ٬ شاته هم نه دي كتلې  چې تا پرې زيړى مازديگرى كړ ٠  

 

زه لا ويښ نه وم له خوبه          چې زيړى مازديگرى شو

په همدې چرتونو كې مې دژوند تنابونه شميرل چې بيا مې ځان ته پام شو  زړه مې طاقت ونه كړ ٬ راز ونيا زمې  بيا راواړاوه ۔ دكتاب دشعرونو په لوستلو سره دعقل اوفكر له سمندر ه راووتم ۔ اودعواطفو په غونډۍ كښيناستم اوبيا داحساس په وزرو سپور شوم ۔  له عاطفې مې هم خبر نه شوم چې څه شوه ٬ خو دجهاني صيب ددې شعر سره غبرگه روانه وه  چې وايي :

 

 هره شپه دې غلا كومه    له    لحده تصويرونه

ته مې خوب زه دې معني يم تعبيرونه دې ژوندي وي

نه فرياد مې څوك خبر كړي نه زگيروى مې چاته يوسم

پټ په زړه كې په غوغا يم پر هارونه دي ژوندي  وي

 

كله ناكله دغه اودا ډول نور شعرونه چې  دشهباز په څير زما دذهن رباب  ترنگوي   اوزما درون  ٬البته مړ اونهيلي  باطن  ته شوررابخښي ٬ لولم ٬ شعر لولم ۔  اوبايد تاسو ته اعتراف وكړم  چې څومره چې مې  دا ډول ښه شعر خوښيږي ۔ دومره مې دخوسا ٬نمجن او وراسته شعر نه بدې هم راځي ۔

نو ځكه :

دراز ونياز دشاعر يو احسان پر موږ دادى چې موږ ته ښه شعر را اوروي ٠ زموږ په عواطفو باندې زموږ په احساساتو باندې اوزموږ په خيال اوتصور باندې ٬ دمك مولن   اوحميد گل په څير حكومت نه  كوي ۔ بلكې ديوه ځواك اويو معنوي لښكر په څير زموږ دحواسو قلمرو اشغالوي اوبيا موږ ته مرگ ٬ غميزه  ٬ ساندى اوزگيرواوى ٬ فريادونه اوژړاوي را ښۍ ۔ موږ هغه مستې اورنگينې وراوې راښۍ  چې څو ځلمي اوپيغلې خندا ته خولې جوړوي  خو دتوغنديو ښكار كيږي ۔ دې موږ ته وايي   وگوره هديري څومره پلنې شوې ۔ دكورونو دروازې څرنگه په كلكو لغتو ماتېږي   ٬دماشومانودغوښو  بوټى څرنگه دكوترو په څير الوزي او اوس زموږ دديرو په اوچتو ونو كې نښلي   اوهلته پرې كارغان تاويږي ۔همدى  دى  چې دپښتون اولس په غوږ كې دا شپيلۍ پوه كوي ؛

پښتنو بيړئ ډوبيږي

بيا شملې شولې زندۍ دشمله ورو

بيا دپيغلو په لمنو كې لمبې دي

بيا ولاړ دى بينوا په ساندو ژاړي

دفلك خونخوارې سترگې ورته سرې دي

پښتنو بيړۍ ډوبيږي غږ مې اورئ 

غږ مې اورۍ پښتنو بيړۍ ډوبيږي

 

په بانډو كې يې شرنگى دزولنو دى

بې اسرې اولس ته خپل وطن زندان دى

په خپل كلي كې يې كاڼي پر سر اوري

نابللى بيگانه يې دكور خان دى

پښتنو بيړۍ ډوبيږي غږ مې اورئ

غږ مې اورۍ پښتنو بيړۍ ډوبيږي

 

پراسمان مو  شپې لنگيږي تياري زيږي

زموږ له كوره دلمر كډې دي باريږي

په كونړ كې دزخمي څپو زگيروى دى

په هلمند كې جنازې دي چې بهيږي

 

هر شپه نوى ماتم راځي په ساندو

هره ورځ په لحدونو كې تيريږي

ترحساب شوې ځوانيمرگې جنډې تيرې

لا زړگې دفلك سوړ نه دى خروشيږي

 

 

 

 

                                ۲

جهاني په دې ډول ازادو شعرونو كې دهيواد داولس تراژيدي دخپل فرديت يا دليكوال دهستوونكي ځانگړنې له كړكيو گوري اودهغې تابلو كاږي ٠ دشعر يوه برخه :

كلونه كيږي چې دژوند پردې اغزنه لاره

درباتونو له تڼاكو سره شپې تيروم

زه ليونى خونه يم

لكه سرسام رهي يم

په شپو په ورځو

ه تيارو په سرو غرمو كې ځمه

دلمر دكلي په لور

مااوريدلي دي دنور دچينې ټولې كيسې

ما اوريدلي دي  دي نكلونه دملوك  اوبدرۍ

دشاپيرو دښار

دجادوگرو دوطن افسانې

پر سختو تړو دكلو مزلونه

وايي چې څوك دنور چينې ته ورځي

چې څوك دلمر واشيانې ته ورځي

چې دقدرت وكرشمې ته ورځي

دشاپيريو دبدريو نندارې ته ورځي

نو به داوسپنې څپلۍ جوړوي

ټينگي به زغرې پخوانۍ جوړوي

ځي به دلمر تر كلي

ځي به دنور تر وطن

 هلته چې څوك نوم دشپې نه پيژني

چې خلك رنگ دتيارې نه پيژني

چې دشيطان وسوسي نه پيژني

وينې باروت اوجگړې نه پيژني

نجونې يې ټولې لكه ښكلي بدرۍ

ټولې دنور دگلو جوړې گيډۍ

 

                                      دپوشكين دمشهور تعريف له مخې دتراژيدي هدف دانسانانو دسرنوشت په نوم ددې حكايت كوي چې سره له دې چې  په تراژيدي كې  دافرادو دژوند له لارې  دژوندانه شخړې را سپړل كيږي خو دادانسانانو سرنوشت دى چې دفرد دسرنوشت له لارې بيانيږي ۔

يا په بل عبارت دفرد خلاقه وس اونوښت اويا خلاقيت ټولنيز فرهنگي سمندر ته لوييږي ٠

همدارنگه تراژيكي شخړي نه شي كولاى دناوړه شرايطو سره دسازش اوله سرښندنې پرته حل شي ٠ په دې سبب ده چې انسان نه شي كولاى دخپل اصالت دساتلو په ترڅ كې دخپلې لارې په شرايطو برى ومومي اوددې توان نه لري له داسې شرايطو سره له  مبارزې  كولو  لاس واخلي ۔

 

زه لكه منصور ستا په نامه پر ځان مين سومه

سل ځله سنگسار لره درغلى وم تا نه ليدم

اوس مې پر مزار باندې دشمعې اوښكې بلې كړه

ستا په ليونو كې چې ښاغلى وم تا نه ليدم

 دجهاني صيب په شعر كې فردې غميزه اوټولنيزه غميزه  په يوه گرداوي كې سره يو ځاى كيږي ۔ اودهيلو اواميدونو سر ښندونكى ډوبوي ۔

دجهاني دشعرونو په د ې ډول يعنې په تراژيك هغه كې   دشاعر فرديت دهغه دنهيليو اوخپگانونو سره ټولنيز وستل ته لاره كوي اوهلته د خپل هيواد دڅيرلې گريوان له انسان سره راز ونياز كوي ۔

 

ماتم ته مې راغلي دي وعدې  دديدنونو

داتورې شپې به چاته سپينومه چې ته نه يې

***

يا داچې :

په كې مې څرك دارمانونو دبيړۍ لټوم

هم پر ساحل هم پر توپان باندې غزل وليكم

***

ستا په نوم دې دكوڅې كاڼې رااوري

 ښه دى ښه دى چې په بده ورځ دې ياد يم

***

په دا ماتو وزرونو به درځمه

لا تر څو به زنداني دغم اباد يم

 

يا داچې :

ما پريږده په ټولي دليونو كې به درځمه

په شرنگ دليونتوب  كې مې دځان خوبونه وينم

شيبه دليونتوب مې كله ځوانه شي په زړه كې

دسيوري په گودر كې دپيزوان خوبونه وينم ۔

يو زړه دجهاني يې دى   دى ليدلى   دغم ساندو

په اوښكو شپه بيده كم دگريوان خوبونه وينم ۔

 

يا داچې :

لكه برښنا هسې دژوند پر مزار وځليده

معلومه نه سوه چې پر كومه خوا روانه سوله

دجهاني زړگيه كله به ورځو ورپسې

چې داميد شمع مو كوچ له شبستانه شوله

***

زه به خپلې خبرې راټولې كړم ٠ په دې مانا چې  دراز ونياز په غزليزه برخه كې عاطفه سم حكومت كوي ٠ دعاطفې دحاكميت په قلمرو كې له بوږنوونكي احساس اودخيال اوتصور اوايماژ پرته نور سرتيرې نشته ٠ اونه هم په رباتونو كې دكوم واسكټ والا دشتون ترهه شته ٠ داداسې امن اوخوندي قلمرو دى ٬ چې انسان له خپله ځانه سره يو كوي اويا په بل عبارت دانسان دفزيكي اومعنوي موجوديتونو واټن صفر كوي ٠ هغه حساس لوستونكي تامل ته را بولي ٠ فكر كولو ٬ تير ته اواوس ته  ٬اودراتلونكي په اړوند هغه ته دا انديښنه مجسموي چې ژوند څومره لنډ اوتنگ ٬ نرى اوباريكه دى ٠ موږ لا دژوندانه جام په سر نه وو اړولي ٬ چې زيړى مازديگر شو ٬ څه ياران مو دتورو خاورو ميلمانه شول ٬ اوموږ ورته په لاره كې يو ٠

خو دجام دپورته كولو اوستوني ته دوروړلو شيبه څومره خوندوره وه ٬ څومره رنگينه وه اوڅومره له كرشمو ډكه ٠ چې اوس همدا مهال په پناه كيدو ده ٠ نود راز ونياز شاعر موږ ته دهمدې شيبې داستان وايي ٠

 

لندن ٠  ۲۹-۶-۲۰۱۰

سرپاڼه