2009
15 :دليکنو شمېرجنوري/January  
داستاد بينواپه باب څو يادونې!
[27 جنوري/January, 2009]
داستاد بينواپه باب څو يادونې!....
<بشپړه ليکنه ...
دسيزيپوس افسانه م ٠ اکبر کرگر
[27 جنوري/January, 2009]
دسيزيپوس افسانه يوه مشهوره يوناني اسطوره يي افسانه ده چې مشهور فرانسوي ليکوال البرت کامو دکيسې په توگه کښلې ده ٠ زيات څيړونکي اوادبپوهان په دى باور دي چې دسيزيپوس افسانه کومه چې البرت کامو کښلې ده دکامو دفلسفي ليدتوگې بيانوونکې ده ٠ همدغه کيسه مشهور ايراني فيلسوف اوايديولوگ احسان طبري هم کښلې ده٠ اودکيسي په پيل کې دالبرت کامو يادونه هم کوي ٠موږ په دې ليکنه کى لومړى داحسان طبري دنظر اوکښلې کيسې څو ټکي اوبيا دکامو موخه اودهغه دکيسې دانگريزي متن پښتو ژباړه رااخلو ٠ ....
<بشپړه ليکنه ...
درابندراناته ټاگور له اثاروڅخه
[27 جنوري/January, 2009]
درابندراناته ټاگور له اثاروڅخه دخداى بخښلي پوهاند علامه عبدالشكور رشاد ترجمه نوټ : دا كېسه دخپريدو په موخه دكابل مجلې له يوې گڼې واخيستل شوه کابلی والا ....
<بشپړه ليکنه ...
دتصوفي فرهنگ په رڼاکې
[27 جنوري/January, 2009]
درحمان بابا په باب ډير ځله ويل کيږي چې هغه يو صوفې شاعر و ـ پوښتنه داده چې ايا په دي باب کوم مستند اوعلمي شواهد اودلايل شته چې ووايو هغه يو تمام عيار صوفي وو ؟ اوبله داچې تر کومه حده به سمه وي که ووايو چې نوموړي په يو داسې فرهنگي چاپيريال کې رالوي شوى چې تصوف اوسيروسلوک په کې لاسبرى فرهنگې اتموسفير جوړاوه اوبيا يي دغه فضا په خپلو اشعارو کې منعکس کړي ده ؟دغه دوه مسالې دمطرح کيدو وړ دي ....
<بشپړه ليکنه ...
کانديد اکاديميسين استاد روهي اوپه افغاني ټولنيزو٬فرهنگي اوادبي څيړنو کې نوى روح
[27 جنوري/January, 2009]
دپښتنو دفرهنگ اوتاريخ په اړوند له دوه ډوله څيړنو سره مخامخ کيږو ۔ يو هغه څيړنې دي چې په کلاسيک اوعنعنوي توگه يوازې دپيښو٬ واقعاتو اومسايلو ساده بيان دي ۔ دويم ډول هغه څيړنې دي چې دعلمي اصولو اومتودولوجۍ پر بنسټ ترسره شويدي ۔ يا په بل عبارت دويم ډول څيړنې دټولنيزو پديدو اومسايلو دقانونمندۍ کشف اودعلم له اصولو سره سمې دي۔ ....
<بشپړه ليکنه ...
دافغانستان په معاصر روښانفکرى
[27 جنوري/January, 2009]
درنو دوستانو او دملي شخصيت براتعل ي خان تاچ مينه والو! سلام پر تاسو ۱ بده به نه وي چې خپله ليکنه دافغان روښانفکرانو په باب دسيمي ديوه وتلي ليکوال دناوړه قضاوت دسپيناوي په باب پيل کړم ۔ ځکه ديوه منلي شخصيت يادونه موږ ته دا الهام راکوي چي د خپلو سننو اوتاريخ څخه دفاع وکړو ۔ په دې باب يو بشپړ څيړنيز کار ته اړه ده ۔ خو زه به لنډي خبري وکړم اوبشپړ ه څيړنه به په مناسب وخت کي ترسره کړو ۔ درنو دوستانو ۔ مشرانو! ....
<بشپړه ليکنه ...
عبدالله خدمتگار بختانى
[27 جنوري/January, 2009]
زه دلومړني ښوونځې په څلورم اويا پنځم ټولگي کې ووم چې دننگرهار اخبار بهدکونړونو دمزار درې ته زموږ لومړني ښوونځې ته راتلو اوما داخبار له لوستلوسره نوي مينه پيدا کړي وه ۪ يوه ورځ مې په هغه کې ديوه زلمي عکس وليده چې ځان يي پارلمان ته کانديد کړي وو ۪ هغه عبدالله بختانى واوبيا وروسته چې زما ملگرتيا اودوستي داستاد اوشاگرد په سطحه کې جاري شوه دى هم خدمتگار شو اوماته يي هم وويل چې ته کرگر يي : ....
<بشپړه ليکنه ...
ادبيات اودانسان دنننۍ نړۍ
[27 جنوري/January, 2009]
....
<بشپړه ليکنه ...
ليكوال : رابيندراناته تاگور
[27 جنوري/January, 2009]
د شاهي محل مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه وه . یوه ځوان په شپیلۍ کې له مینې ډکه سندره غږوله . د شپیلۍ خوږ غږ د هوا څپو سره هرې خواته خور شوی و. خلک ورته ګوته په خوله ولاړ وو او له دې منظر څخه یې خوند اخیست . ....
<بشپړه ليکنه ...
دشعر درناوى
[27 جنوري/January, 2009]
((.....له بلي خوا چيرته چې خلاق ذهن وي عقل هلته لکه څنگه چې په پام کې دي په دروازو باندي خپله څارنۍ له لاسه وركوي اوگډوډ افکارخلاق ذهن ته ننوزي ٠له هغه وروسته يي عقل گوري او په کليت کې يي ارزوي. نو تاسي منتقدان اويا په هر نوم چې ځان يادوۍ په يوه لنډه شيبه كې چې بايدپه ټولو خلاقو ذهنونو كې بايد وليدل شي تري ويره لرى . په هغو افراطونو كي چې په لنډه يا اوڕده موده کې ترسره كيڕي متفکر هنرمند له خوب ليدونکي څخه جلا کوۍ . تاسو له خپل بئ گټي كار څخه شكايت كوې ځكه چې ژر يي پريڕدي اوپه ډير زيات توپير ورته قايل ياست .)) فرويد تفسير خواب ١٠٩ مخ ....
<بشپړه ليکنه ...
پيوند اودهغه شليدلې تڼۍ
[27 جنوري/January, 2009]
كله چې دابن سينا لوې دروازې ته ديوې ډلې زده كوونكو په ټيل كې ورنږدې شوم ٠ ومې ليدل چې مخامخ ددارلمعلمين ددروازې له پاسه پر ديوال يو ډله ځوانان ولاړ دي اودشعرونو دديكلمه په تر څ كې خپل احساس څرگندوي ٠....
<بشپړه ليکنه ...
ملنگ جان له کومې ليدتوگې گورو؟
[16 جنوري/January, 2009]
داسې زماني واټن چې دفکر اوعمل له پاره پکې يو نوی بستر ايجاد شو اوپه هغه کې د يو داسې شاعر دزيږون له پاره زمينه برابره شوه چې د زړې اوفلکلوريکي شاعري اودنوی اومدرنې شاعر ۍ تر منځ دپله دنده تر سره کړي . دا شاعر ملنگ جان وو . واقعيت دادی چې ددويمې نړيوالي جگړې وروسته دافغانستان په تاريخ اوټولنه کې دسيمه ييزو اونړيوالو شرايطو په پام سره يو نوی حرکت پيل شو . سياسي بيداري زياته شوه . دويښ زلميانو نهضت په پښتنو سيمو کې پراخه شو . ددې په څنگ کې دپاکستان په نوم يو نوی هيواد دافغانستان په گاونډ کې رامنځ ته شو . دا داسې وخت وو . چې کانگرس هند ازاد کړ . خو دپښتنو حقوق هماغه سې ناليدلي پاتې شول . دپښتنو زيات شمير مشران زندانونو ته ولاړل ‘بنديان شول .دخدايي خدمتگارو غورځنگ ‘او دپښتون زلمي نهضت و ټکول شو . . له دغه سياسي حرکاتو سره په موازاتو کې دشاه محمود خان ځای محمد داوود خان ونيوه . دپخواني شوروي په مرسته يو لړ پروژې پيل شوي له هغه جملي دننگر هار دوادي پروژه . دلويو لارو يا په مجموع کې دلومړني پنځه کلن پلان دتطبيق له پاره کارپيل شو . افغانستان په ۱۳۳۴ کال لويه جرگه راوغوښته اوپه هغه کې يې دپښتونستان اواز پورته کړ اودپخواني شوروي سره يي ددوستۍ تړون وشو . ....
<بشپړه ليکنه ...
وکيل سوله مل شينوارى ---- ناشناس
[11 جنوري/January, 2009]
وکيل سوله مل شينوارى ناشناس مولوي شکور چې څنګه له جوماته کورته راننوت، وارله مخه يې راډيو ولګوله څنګه چې يې راډيو ولګوله، په راډيو کې کومې ښځينه سندر غاړې سندره بلله، مولوي ژر د راډيو ستنه بله ځاى ته وخوزوله، او په قهر له ځانه سره ګډ شو: ....
<بشپړه ليکنه ...
لنډه کيسه -- نصير احمد احمدي
[9 جنوري/January, 2009]
ځوان موږک وويل: _ پلاره! د پنير دا ټوټه ډيره خوندوره ده. زوړ موږک د پنير ټوټه ور واخيسته، تيره غاښونه يې پرې ټينګ کړل، اوږد وغزيد او بيا يې سر پورته نه شو. د ځوان موږک کوچينۍ ګردې سترګې له اوښکو ډکې شوې، ښه شېبه يې وژړل، بيا يې پر خپله اوږده لکۍ کارټن وډباوه او شېبه وروسته څو نري موږکان په کاغذ کې له جوړ شوي کوچني سوري څخه کارټن ته ور ننوتل. ځوان موږک امر وکړ چې د ده د پلار پړسيدلی جسد له کارټن څخه وباسي او د جوارو د پټي په يوه کونج کې خاورې پرې واړوې ....
<بشپړه ليکنه ...
نصير احمد احمدي -- لنډه کيسه
[9 جنوري/January, 2009]
دسهار په خړه کې د پوليسو يو موټر لنډ راتاو شو، وښويد او ودريد. دروازې خلاصې شوې، عسکري بوټونه تر ښنګرو واورو پټ کړل، ولاړو خلکو لار ورکړه او عسکر تر يوه څوارلس کلن هلک را تاو شول. هلک يوه پوخ ديوال ته ولي لګولې وو، سر يې کيڼ لور ته ځوړند و او پر تورو ګاړګوتي ويښتو يې نرۍ سپينه پرخه پرته وه.....
<بشپړه ليکنه ...

سرپاڼه
makargar53@gmail.com   چلونکی: اکبر کرګر