دقران (پاك ) ٬ لپ ټاپ اوكلاشينكوف [24 اکتوبر/October, 2008]
له كتاب څخه : له انگريزې متن څخه داكبر كرگر ژباړه
ليكوال : افغانستان پوه اوڅيړونكې انتونيو گوشتيزو :
دلندن داقتصاد دپوهنتون ( LSE )دبحران په حالت كې ددولتونو په اړوند دريسرچ دمركز غړى
دياغيتوب سرچينې
.... <بشپړه ليکنه ...
سمون ساپى : [18 اکتوبر/October, 2008] د((پښتانه ٬ ستونزي اوچلنجونه)) دمقالې په يوه څنډه كې
دانترنيتي مقالو بڼه بايد څه ډول وي ؟
له ډيرې مودې راهيسې په افغان اسامايي سايت كې دپورتني سرخط دليكونكي مقالي وينم ٠ داسې نوري ډيري هم وينم ٠ خو دا ځكه ماته په زړه پوري و ى چې ځينې داسې (( سرليكونه)) اوعنوانونه لري چې جاذبه لري ٠ خو محتوى ٠٠٠٠
خو كله چې مې ((دپښتانه ٬ستونزې اوچلنجونه)) مقاله وليدله ٬ دې ته اړ شوم چې په دې اړوند يو څه وليكم ٠
.... <بشپړه ليکنه ...
كيږدۍ ته ستړي مه شئ!
[5 اکتوبر/October, 2008] يو چاراته وويل چې ولې اودڅه له پاره دې دويبپاڼې نوم كيږدۍ غوره كړ ؟
هغه ته مې ځير ځير وكتل ، ورته ښه ځير شوم ٠ دمخ په كاسه كې مې ورته څو ليكې ولوستلې ٠ همدومره مې ورته وويل كېږدۍ يو سمبول كېداى شي ٠
بيا هغه په فكر كې ولاړ ٠ داسې لكه چې دڅو پيړيو نسلونه يې تر ننه پورې په ذهن كې راژوندې شوي وي ٠ اودهغو له كاروانه سره يو ځاى روان وي٠ يا لكه چې داوښو كاروان يې له جلبه نيولى وي ٠ لكه چې تيت پرك رمه يې په تړو كې په ورو روانه كړي وي ، لكه چې باران وهلي اوپرې منځلي كالي يې په تن كې وي ٠ اوږود ډانگ يې په اوږو ايښى وي ، اوبيا اوږده غړانگه وباسي ، اواز بيا دغرونو په سرونو كې تاو شي اوڅو شيبې وروسته هماغه غږ له ليرې ځايه واوري.... <بشپړه ليکنه ...
سرپاڼه
|