لیکوال: انوروفا سمندر
[17 جولای/July, 2009]
(خپلواک نثرونه)
۱
موږ یو او خدای هم شته، خدای شته خو پښې، لاسونه، حواس، ذهن دا هر څه ځغلي! خو دا ټولې هڅې خدای ته نه رسیږي. پښې، لاسونه، سترگې او غوږونه یوازې هغه څه ویني، اوري او تجربه کوي چې له غرو او رغو او بیا له راز راز شیانو ورته را گرځي.
***
.... <بشپړه ليکنه ...
لنډه كيسه :د شريفه شريف ليكنه
[17 جولای/July, 2009] تش واټ
د باندې هوا ډیره سړه ده خو ټکسي گرم دى. خوب راځي. نیمه شپه له مجبوریته راپاڅیدلې یم چې سهار وخته خپل ښار ته ورسیږم او کار ته لاړه شم . په زړه کې مې ځانته قار راځي چې د کار مزدوره یم . د ژوند واک مې د کار په لاس کې دی . خوب او خوراک او تفریح یو هم په خپل زړه نشم کولای . د ورځې او شپې حساب د کار له مخې کوم . په ځان مې زړه سوځي .څومره کار ، څومره کار؟ له ځانه سره وایم دا وارې چې لاړمه کار پريږدم او په خپل زړه ژوند تیروم
.... <بشپړه ليکنه ...
سرپاڼه
|